
یکنانیوز راپور راکړ، د دریم تپلي جنګ په لومړنیو شپو ورځو کې د امریکا او وحشی صهیونیسټي رژيم په وحشیي ډوله حملو پسې د ایران د جنوب میناب ښار د شجره طیبه ښونځي د ۱۶۷ ماشومانو چې زیاتره ئې انجونې وې ، یو داسې دردناک او بوږنونکی غم ؤ چې په دغو بې رحمه او وحشی ډوله حملو کې ئې د ایران د اسلامی جمهوریت د مظلومیت او حقانیّت ئې لازیات رابرسیره کړ. او د خلکو د مختلفو پرګنو په تیره بیا د قرآني ټولنې له خوا ئې د دغې ترهه ګرې پیښې د قربانیانو له کورنیو څخه همدردي او خواشیني او په غم کې شریکیدل په ځان پسې درلودل.
د قرآن دعالی شورا د څيړنې او زده کړې د برخې مرستیال محمد تقي میرزاجاني په دې باب د قرآني ټولنې د وروستي اقدام په باب په یولړ څرګندونو کې ووئیل؛ د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د امریکائي صهیوینسټي دښمن په دریم تپلي جنګ او د شجره طیبه ښونځي د یوشمیر زده کونکو انجونو او د میناب ولسوالۍ د یوشمیر عامو خلکو په ډ له ایز شهادت پسې ، په دغه ښار کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآني ټولنې په نمایندګئ د نړیوالو قا ریانو لس کسیز پلاوئ شتون ولري.
هغه زیاته کړې ده ، دغه سفر کې د روانې اونئ په وروستیو کې به ترسره شي، د شهیدانو لوړ مقام ه د احترام او له غمجنو کورنیو سره د کتنې او همدردئ ظاهرولو سره به په دغه ښار کې زیات شمیر قرآنی محفلونه او پروګرامونه هم ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4351547